لیائو لړۍ
پلازمېنه | لړۍ... |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
پکي شاملې اداري سیمې | |
رسمي ژبه | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
د ړنګېدو وخت |
---|
برخه د |
---|
لیائو لړۍ چې د خیتان سترواکۍ او په رسمي توګه د لوی لیائو په نوم هم پېژندل کېږي د چین یو له سترواکو لړیو څخه وه چې له ۹۱۶ زکال څخه یې تر ۱۱۲۵ زکال پورې شتون درلود او د خیتان وګړو یلا قبیلې یې مشري کوله. دغه لړۍ چې د ټانګ لړۍ د پاشل کېدو پر مهال تاسیس شوه د خپلې واکمنۍ په اوج کې یې د چین په شمال ختیځ، د مغولستان په فلات، د کوریا د جزیرې په شمالي برخې، د روسیې د لرې ختیځ په سویلي برخو او د چین د شمالي دښتې په شمالي څنډه واکمني وکړه. [۱][۲][۳][۴]
دغه لړۍ په اتمه پېړۍ کې د خیتاني وګړو لاس ته د واک د لوېدو او همدارنګه د نهمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د هغو د پراختیا غوښتونکو لښکرکشیو له امله رامنځته شوه. بالاخره د یلا قبیلې مشر ابائوجی د خیتانانو رهبر شو او په ۹۱۶ زکال کې یې د چینايي سبک لرونکې یوې لړۍ دولت اعلان کړ. د لیائو لړۍ د نورو ایالتونو؛ د کوموشي، شیوي، تاتار، زوبو، خونګیراد، بالهای، ګوریو او ټانګ قبایلو او همدارنګه د سونګ لړۍ په ګډون د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې ګڼ شمېر لښکرکشۍ وکړې. د دوی په فتوحاتو کې ۱۶ سیمي (د نن ورځې د بېجینګ او همدارنګه د هبي د یوې برخې په ګډون) شاملې وې چې ورپسې یې نیابتي جګړې ته په لمن وهلو د ټانګ د دویمې دورې (۹۲۳ – ۹۳۶ زکال) واکمني هم نسکوره کړه. د لیائو لړۍ په ۱۰۰۴ زکال کې د شمالي سونګ لړۍ پر وړاندې لښکرې ولېږلې؛ د دواړو سترواکیو له پرېمانه تلفاتو وروسته هغوی د چان یوون هوکړې لاسلیک کولو ته اړ شول. د دغې هوکړې پر مټ لیائو لړۍ شمالي سونګ لړۍ اړ کړه څو دوی د خپلو سیالانو په توګه په رسمیت وپېژني؛ د دغې هوکړې پر مټ د دواړو لړیو ترمنځ د سولې او ثبات نږدې ۱۲۰ کلنه دوره رامنځته شوه. په دې سره دا لومړنی دولت و چې ټوله منچوریا یې تر کنټرول لاندې راغله. [۵]
د هان اغېزو او آدبو او همدارنګه د خیتان لړۍ د سنتي ټولنیزو او سیاسي کړنلارو ترمنځ ترینګلتیاوې د دغې لړۍ له پام وړ ځانګړنو څخه وې. دغه ترینګلتیاوې د ځای ناستوب په برخه کې د یو لړ کړکېچونو لامل وګرځېدې. لیائو سترواکانو د هان لړۍ د لومړني ماشوم د لومړیتوب حق په رسمیت پېژانده، په داسې حال کې چې پاتې نورو خیتان مخکښانو د تر ټولو قوي نوماند د ځای ناستوب له سنتي کړنلارې څخه ملاتړ کاوه. سربېره پر دې د هاني نظام د منلو او همدارنګه د خیتاني کړنلارو د اصلاح په موخه هڅو آبائوجي د دوه موازي دولتونو جوړولو ته اړ کړ. ده د خیتان د شمالي سیمو اداره د خیتان د سنتي کړنلارو له مخې کوله، په داسې حال کې چې سویلي برخې یې د هغو غیرخیتاني وګړو پر مټ اداره کولې چې د هان له کړنلارو څخه یې کار اخیست.
د لیائو لړۍ په ۱۱۲۵ زکال کې د جورچن وګړو په مشرۍ د جین لړۍ له خوا د سترواک تیانزوئو په نیولو سره له منځه ولاړه. ورته مهال د لیائو لړۍ پاتې وفاداره کسانو د یلو داشي (سترواک دزونګ لیائو) په مشرۍ د لویدیځ لیائو لړۍ (قره خیتای) تاسیس کړه چې د مغولو له فتحې څخه یې نږدې یوه پېړۍ وړاندې د مرکزي آسیا په یو شمېر برخو حکومت وکړ.
نومونه
[سمول]د خیتان لوی ایالت په ۹۰۷ زکال کې د ابائوجي (سترواک تایزو لیائو) له خوا تاسیس شو. په ۹۴۷ زکال کې د ابائوجي ځای ناستي سترواک تایزونګ لیائو په رسمي ډول د دغې لړۍ نوم «لویې لیائو لړۍ» ته واړوه. دغه چاره په ډېر احتمال سره په دولت کې د غیر خیتاني وګړو د ځای پر ځای کولو په موخه وشوه. له دې وروسته دغه نوم په ۹۸۳ زکال کې د سترواک شنګزونګ لیائو د واکمنۍ پر مهال د خیتاني هویت د تائید کولو په موخه «لویې خیتاني لړۍ» ته واوښت. په ۱۰۶۶ زکال کې سترواک ډایو سونګ، لیائو لړۍ یو ځل بیا د «لویې لیائو» په نامه ونوموله او داځل دغه نوم د یادې لړۍ تر پاشل کېدو پورې په رسمي ډول استفادې وړ پاتې شو. د «لوی خیتان» او «لوی لیائو» دواړه نومونه د شاوخوا ۱۰۰ کلونو لپاره وکارول شول. [۶][۷]
په ۱۱۲۴ زکال کې هغه ځای ناستی دولت چې د یلو داشي له خوا په لویدیځو سیمو کې تاسیس شو، په رسمي ډول یې د «لوی لیائو» د لړۍ نوم ځانته وټاکه. خو په تاریخ لیکنه کې بیا یاد رژیم تر ډېره پورې د «لویدیځ لیائو» یا «قره خیتای» په نومونو پېژندل کېږي. د لیائو لړۍ پر مهال د چین په شمال ختیځ او مغولستان کې د خیتانانو د لړۍ او همدارنګه په مرکزي آسیا کې د قره خیتای واکمنۍ ته په پام چې هغوی ټول چینایان بلل کېدل د «خیتای» اصطلاح په مرکزي آسیا، روسیې او شمال لویدیځ چین کې د «چین» په معنی وه. دغه نوم د منځنیو پېړیو اروپا ته د اسلامي او روسي منابعو له لارې لار ومونده او په «کاتای» واوښت. په معاصره دوره کې خیتای ته اړوند کلمات د چین په سین کیانګ کې د اویغور وګړو په څېر د ترکي وګړو، د قزاقستان او نورو اړوندو برخو د قزاق وګړو او یو شمېر سلواکي قوم لرونکو روسانو او بلغاري وګړو له خوا د چین لپاره کارول کېږي. [۸]
د «لیائو» د ریښې اړوند د تاریخ پوهانو ترمنځ د نظر اتفاق شتون نه لري. یو شمېر په دې باور دي چې «لیائو» په ختاني ژبه کې د وسپنې په معنی دی، په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا هغه د لیائو سیند د اوبو حوضې ته اړوند بولي چې د خیتاني وګړو اصلي وطن ګڼل کېږي.
سرچينې
[سمول]- ↑ "Liao". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ Aisin-Gioro Ulhicun (2009). 《愛新覚羅烏拉熙春女真契丹学研究》 [Research into Jurchen and Khitan Studies by Aisin-Gioro Ulhicun] (په چیني). Shōkadō (松香堂). Chapter Archived 13 June 2013 at the Wayback Machine.: 〈遼朝國號非「哈喇契丹(遼契丹)」考:兼擬契丹大字及契丹小字的音値〉(The State Name of the Liao dynasty was not “Qara Khitai (Liao Khitai)”: with Presumptions of Phonetic Values of Khitai Large Script and Khitai Small Script )
- ↑ Aisin-Gioro Ulhicun (2009). "〈契丹文dan gur與「東丹國」國號:兼評劉浦江「再談"東丹國"國号問題」〉(Original Meaning of Dan gur in the Khitai Scripts: with a Discussion of the State Name of the Dongdanguo)" (PDF). 《愛新覚羅烏拉熙春女真契丹学研究》 [Research into Jurchen and Khitan Studies by Aisin-Gioro Ulhicun] (په چیني). Shōkadō (松香堂). Archived from the original (PDF) on 19 October 2016. نه اخيستل شوی 13 October 2012.
- ↑ Ledyard, 1983, 323
- ↑ Hudson, Mark James (1999). Ruins of Identity: Ethnogenesis in the Japanese Islands. University of Hawaii Press. ISBN 978-0824821562 – via Google Books.
- ↑ Kane 2009، م. 162.
- ↑ Kane 2009، م. 4-5.
- ↑ Starr 2015، م. 43.
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P150 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P576 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- بهرنيو ژبو لرونکي سرليکونه
- ژبه لرونکي سرچينې چیني
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه