د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د خبرونو سرټکي
۲۰۲۵ جنوري ۱۰: د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزير وټاکل سو.
۲۰۲۴ ډسمبر ۳۰: پر ښځو باندي د بندیزونو په لړ کي اقتصاد وزارت په یوه تعقیبي مکتوب کي له داخلي او بهرنیو موسسو غوښتي، ترڅو ښځینه کارکوونکي منفک او ایسته کړي. وایي، که یې امر ونه منل سي، فعالیتونه به یې وځنډوي او جواز به یې لغوه کړي.
۲۰۲۴ ډسمبر ۳۰: د هېواد د وزن پورته کولو ملي لوبډلې لوبغاړي زبیر نظري د قطر کپ اسیایي سیالیو کې د ۲۵۰ کیلو وزن په پورته کولو سره اتم مقام خپل کړ.
۲۰۲۴ ډسمبر ۳۰: د متحده ایالاتو پخوانئ ولسمشر جیمي کارتر مړ سو.
۲۰۲۴ ډسمبر ۲۹: په سویلي کوریا کي د الوتکي د یوې خونړي پیښي په پایله کي 125 کسان ووژل سوه.
۲۰۲۴ ډسمبر ۲۶: د هندوستان پخوانی لمړئ وزیر (من موهن سینګ) د 92 کلونو په عمر مړ سو.
۲۰۲۴ ډسمبر ۲۵: پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت پر برمل باندي بمباري کړې، چي له امله یې ۴۶ تنه ملکي وګړي شهیدان سوي دي.
۲۰۲۴ ډسمبر ۱۸: د روسیې د کېمیاوي او اټومي وسلو قومندان جنرال ایګور کریلوف او مرستیال یې په مسکو کي د یو چاودني له امله ووژل سول.
۲۰۲۴ ډسمبر ۱۷: د اسراییلو او حماس په جګړه کي د غزې د شهیدانو شمېر 45000 ته ورسېدی.
۲۰۲۴ ډسمبر ۱۷: د ټایوان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغه هېواد ته د امریکا د ابرامز د پرمختللو جنګي ټانکونو لومړۍ جوپه، چي ۳۸ ټانکه دي، ورسېدل.
۲۰۲۴ ډسمبر ۱۵: اروپایي ټولني د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره 22 میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
۲۰۲۴ ډسمبر ۱۲: سعودي عربستان په رسمي ډول په 2034 کال کي د فوټبال د نړیوال جام کوربتوب ترلاسه کړ.
۲۰۲۴ ډسمبر ۱۲: د افغانستان د کډوالو چارو وزیر (خلیل الرحمن حقاني) په کابل کي د یو ځانمرګي برید له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
تازه پېښې
کاروبار
ناروغۍ
اقتصاد
سیاست
Recently concluded
Ongoing
راتلونکې
نړيوال
افريقا
امريکا
اسيا
اروپا
منځنی ختيځ
مصر
حوثي ياغيان او سعودي عربستان
کينډۍ:لوبو پېښې/د مياشتې پربنسټ