BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د اوکرایین ولسمشر وایي، روسیه سوله نه غواړي خو ولې؟
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکی وايي، د روسيې له خوا پر کيېف د تېرې شپې بريدونه ښيي چې مسکو "سوله نه غواړي". نوموړي دا څرګندونې فلورېډا ته د سفر پر مهال وکړې. دی به هلته د يکشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ګوري او ټاکل شوې دواړه مشران به د سولې ۲۰ ماده ييز پلان چې وړاندې اوکراييني او امریکايي استازو پرې سلا شوي خبرې وکړي.
جین اسټن څوک وه او ولې لا هم لوستل کېږي؟
د جین آستن ناولونه د بې شمېره فلمونو، تلویزیوني لړۍ او نندارو الهام ګرځېدلي دي او د نړۍ نږدې پنځوس ژبو ته د فارسي په ګډون ژباړل شوي دي. خو دا څنګه ممکنه شوه، چې یوه ښځه په اتلسمه پېړۍ کې داسې کیسې ولیکي، چې تر ننه پورې لوستل کېږي او خوښېږي؟ څه شي د هغې کرکټرونه دومره تلپاتې کړي دي؟ له دې چې د هغې د آثارو اتلان او اتلې ښې پېژنو خو د لیکوالې په اړه څومره پوهېږو؟
د نوي کال لپاره پلان کې له دوو خبرو ډډه وکړئ
دا ورځې هر ځای د "نوی کال، نوی ته" پیغامونه تر سترګو کېږي. پر خواله رسنیو تر ډېره لوېدیځه نړۍ کې د رادبره کېدونکي زېږدیز ۲۰۲۶ کال په درشل کې بېلابېل پیغامونه د لارښوونو په ډول خپرېږي.
متقي: تاجکستان سره پر پوله د پېښې کلکې پلټنې مو پیل کړې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی وايي، له تاجکستان پر پوله د "پېښو کلکه پلټنې یې پیل کړې دي." په تېره نژدې یوه میاشت کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله لږترلږه درې امنیتې پېښې شوې چې چینايي کار کوونکو په ګډون یې تاجک سرتېري هم وژلي دي.
د اسرائیلو له خوا د سومالي لنډ په رسمیت پېژندل؛ سومالیا، مصر او ترکیې دا ګام غندلی دی
د اسرائیلو لخوا د سومالي لنډ په رسمیت پېژندلو وروسته، سومالیا، مصر، ترکیې، جيبوتي او افریقایي ټولنې دا ګام په کلکه غندلی دی. اسرائیل لومړنی هېواد شو چې په رسمي ډول یې له سومالیا جلا شوې سیمه سومالي لنډ د "خپلواک دولت" په توګه په رسميت وپېژانده.
ځانګړي مطالب
ټيټيپي لخوا د نوو اداري او عملیاتي تشکیلاتو اعلان پاکستان کې د جګړې سختېدو اندېښنې پیدا کړې
د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) له خوا ۲۰۲۶م کال لپاره د خپلو نوو اداري او عملیاتي تشکیلاتو اعلان په پښتونخوا او پاکستان کې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي. د پاکستاني طالبانو تحریک په عملیاتي او اداري جوړښت کې بدلونونه د دې ډلې د مشرتابه یا رهبري شورا له کلنۍ غونډې وروسته اعلان شوي. د ټيټيپي نوو تشکیلاتو کې یوه پام وړ موضوع د هوايي ځواک څانګې د رامنځ ته کېدو اعلان دی او دې دا اندېښنې پیدا کړې چې په دې توګه به د دغې ډلې لخوا بریدونه او په هغو کې د کوچنیو ډرونونو کارېدل لا ډېر شي.
پر افغانستان د شوروي ځواکونو یرغل: ''۴۳ دقیقې'' چې افغانستان یې د تل لپاره بدل کړ
۴۶ کاله وړاندې، د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷مه (د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې شپږمه) وروسته له هغه چې د شوروي د "الفا" کوماندو ځواکونو د افغانستان د هغه مهال ولسمشر حفیظالله امین د تاجبېګ په ماڼۍ کې لومړی مسموم او بیا وواژه، شوروي ځواکونو د افغانستان اشغال پیل کړ.
د بينظیر بوټو د ژوند وروستیو ۱۸ ساعتونو کې څه تېر شول؟
د پاکستان مخکینۍ لومړۍ وزیره بینظیر بوټو د ۲۰۰۷ م کال دسمبر پر ۲۷ مه د پاکستان راولپنډۍ کې، په یوۀ ځانمرګي برید کې ووژل شوه. اغلې بوټو دوه ځله د پاکستان لومړۍ وزیره وه او په اسلامي هېوادونو کې لومړنۍ مېرمن وه چې د دولت مشرتابه ته ورسېده. د نوموړي ۱۴ تلین په مناسبت د بي بي سي هندي څانګې خبریال ریحان فضل رپوټ چې لومړی ځل د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې خپور شوی، یو ځل بیا خپرېږي.
د وړیا عمرې په پلمه د زړو ښځو تېر ایستل؛ څنګه سعودي عربستان کې په ۲۵ کلن بند محکومې شوې؟
هغه ورځ زیارت بيبي او انور بيبي ډېرې خوشاله وې، ځکه چې دا دواړه زړې کلیوالې ښځې عمرې ته روانې وې. دا د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۳۰ نېټه وه او د پاکستان د پنجاب د جړانواله کلي اوسېدونکې دا سپينسرې له خپل خپلوان نیئر عباس سره یوه بل نږدې کلي ته لاړې. هلته له دوی درو واړو سره د جومات امام محمد ریاض او د هغه ښځه هم د عمرې په سفر کې یو ځای شول.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۸ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۷ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۷ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۷ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.































