د عصري انسانانو وروستی افریقایي اصل ونسب
دا ماډل په تیکسانومیک مفهوم کې د هومو ساپینز د "واحد اصل" وړاندیز کوي، چې په نورو سیمو کې له اناتوميک اړخه عصري د موازی تکامل ځانګړنې په نظر کې نه نیسي، مګر په اروپا او آسیا کې د هومو ساپینز (H. sapiens) او لرغونو انسانانو ترمنځ مضاعف ترکیب په نظر کې نیسي. ډېری اټکل کوي چې، هومو ساپینز د افریقا په ښکر (Horn) کې د ۳۰۰۰۰۰ او ۲۰۰۰۰۰ کلونو تر منځ وده کړې. "وروستي افریقایي اصل" ماډل وړاندیز کوي چې ټول عصري غیر افریقایي نفوس په اساسي توګه د هومو ساپینز له نوعې څخه رامنځته شوی چې له هغه وخت وروسته یي افریقا پرېښې ده. [۳][۴]: Script error: The function "hyphen2dash" does not exist. [۵] عصري انسانان لږترلږه "له افریقا بهر" څو ځله تیت شوي دي، چې ممکن ۲۷۰۰۰۰ کاله د مخه پیل شوی وي چې په هغه کې ۲۱۵۰۰۰ کاله وړاندې د یونان او، ۱۳۰۰۰ څخه تر ۱۱۵۰۰۰ کاله د مخه د شمالي افریقا او د البانیا ټاپووزمې له لارې تیتوالی شامل دي. داسې ښکاري چې د لومړنۍ څپې ډیری مړه شوي او یا ۸۰۰۰۰ کاله دې بېرته شاتګ کړی وي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] د افریقا څخه بهر خورا مهمه "وروستۍ" څپه شاوخوا ۷۰۰۰۰ – ۵۰۰۰۰ کاله وړنداې د "سویلي مسیر" له لارې پېښه شوې، چې ۵۰۰۰۰ – ۶۵۰۰۰ کلونه د مخه د آسیا په ساحلي سیمو کې چې تر آسترالیا پورې رسېږي، په چټکۍ سره مېشت شوي دي (ځینې څېړونکي د آسټرالیا پخوانۍ نېټه او هلته د رسیدلو انسانانو مېشتېدل، ۵۰۰۰۰ کاله دمخه تر پوښتنې لاندې راولي. په داسې حال کې چې نورو وړاندیز کړی چې د آسټرلیا دا لومړي مېشته وګړي، ممکن د افریقا څخه د وروستۍ کډوالۍ د دمخه د وړاندې خوځښت استازيتوب وکړي او په دې توګه د سیمې د وروستیو اوسیدونکو لپاره اجداد نه حسابېږي) په داسې حال کې چې اروپا د یوې مخکینۍ څپې په واسطه، مېشته شوې چې لږترلږه ۵۵۰۰۰ کاله دمخه په نږدې ختیځ او اروپا کې ځای پر ځای شوي دي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۱][۲۴] په ۲۰۱۰مه لسیزه کې، د نفوسو جینیتیکي څېړنو د نسل د اصلاح )پیوند) شواهد کشف کړل چې په یوریشیا ( آسیا او اروپا)، اقیانوسیه او افریقا کې د هومو ساپینز او لرغونو انسانانو تر منځ پېښ شوي، چې دا په ګوته کوي چې د نفوسو عصري ډلې، په داسې حال کې چې ډېری یې د لومړني همو ساپینز څخه ریښې اخلي، لږ پراختیا لري او د لرغونو انسانانو د سیمه ییزو ډولونو څخه په میراث پاتې شوي دي. [۲۵][۲۶][۲۷] وړاندیز شوې څپې[سمول]د افریقا وروستي اصل، "یا له افریقا څخه بهر۲" له اناتومیک اړخه له افریقا څخه بهر د عصري انسانانو (هومو ساپینز) په کډوالۍ دلالت کوي چې له ۳۰۰۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰۰ کلونه وړاندې را څرګند شول. برعکس، "له افریقا څخه بهر۱" چې له افریقا څخه یوریشیا ته د لرغونو انسانانو په کډاوالۍ دلالت کوي چې په اټکلي ډول ۱.۸ څخه ۰.۵ ملیونه کاله وړاندې ترسره شو. [۲۸] اومو-کوبېش ۱ (اومو۱) چې له سویلي ایتوپیا څخه لاس ته راغلی، د اناتومي له اړخه د هومو ساپینز تر ټولو پخوانی سکلېټ دی چې اوس مهال د (۱۹۶ ± کا) په نوم پېژندل کېږي. د ۲۱ مې پیړۍ له پیل راهیسې، د "وروستي واحد-اصل" د کډوالۍ انځور خورا پېچلی شوی، چې نه یوازې د عصري- لرغوني ترکیب د کشف له امله دی او د ډیریدونکو شواهدو له امله چې "له افریقا څخه بهر وروستۍ" کډوالي په اوږده موده کې د څو شمېرڅپو په ترځ کې تیت شوې. له ۲۰۱۰ زکال راهیسې، له اناتومیک اړه د عصري انسانانو د کډوالۍ په اړه د تیتوالي دوه لارې منل شوې دي چې: "شمالي مسیر" (د نېل له وادې او سنا دښتې څخه) او "سویلي مسیر" څخه چې د باب الامنداب له تنګي څخه تېرېږي.
د شمالي لارې مسیر[سمول]۱۳۵،۰۰۰کاله مخکې پیل شوی ، استوایی افریقا لویه وچکالي تجربه کړه چې انسانان یې له ځمکې څخه د سمندر څنډو ته خوځولي او دوی یې اړ ایستلي چې نورو لویو وچو ته لاړ شي. دا عصري انسانان په سویلي سره سمندرګي کې د باب-المنډب تنګي څخه تېر شول او د عربستان شاوخوا شنو ساحلونوته یې کډه وکړه او بیا وروسته له هغه ځای څخه د یوریشیا پاتې سیمو ته ولاړل. د لومړنيو هومو ساپیانو فوسیلونه په اسراییل کې په قافزه او ایس سکول غارونو کې وموندل شول او له 80،000 څخه تر 100،000 کاله دمخه تاریخ لري.داسې بریښي چې دا انسانان یا له منځه تللي وي یا 70،000 څخه تر 80،000 کاله دمخه افریقا ته بیرته ستانه شوي وي ، احتمالا د سویل همرز نینډرتالس لخوا بې ځایه شوي چې د یخ عمر اروپا سړو سیمو څخه تښتیدلي.د هو لیو اوهمکارانو آټوسومل مایکرو ستلایت مارکرونه تحلیل کړی چې شاوخوا 56،000 کاله پخوا عمر لري. هغوی پالونټولوژیکي فوسیل، د یو جلا شوي لومړني څانګې په توګه تفسیر کوي چې بیرته افریقا ته راستون شوی. په متحده عربي اماراتو کې په ۲۰۱۱ کال کې د ملیحه، شارجه کې د فایا-۱ سیمه کې د ډبرو د اسبابو کشف، لږترلږه ۱۲۵۰۰۰ کاله د مخه د عصري انسانانو په شتون دلالت وکړ چې په اوږده موده کې د شمالي افریقا د هېر شوي مسیر په اړه د بحث د بېرته پیل لامل شو. د عربي تیتوالي د رول په اړه دې نوی پوهې د لرغون پېژندنې او جنیټیکي څېړنو پایلې بدلې کړې، چې د افریقا څخه بهر د انسان د تیتوالي لپاره د دهلیز په توګه د سویلي عربستان اهمیت باندې ټینګار کوي. [۳۴] په عمان کې، یو سایت په ۲۰۱۱ ز کال کې د بیین جون له خوا کشف شو چې په کې د نوبیان وروستي کمپلکس پورې اړوند د ډبرو اسبابونه له ۱۰۰ څخه زیان پاتې شوني موجود وو، چې دمخه یوازې په سوډان کې د لرغون پېژندنې کېندنو څخه لاس ته راغلي وو. د لومینیسینس په بنسټ د عمر د تشخیص دوه اټکلونه، د عربو د نوبیان کمپلکس عمر شاوخوا۱۰۶۰۰۰ کاله عمر ښیي. دا په سویلي عربستان کې، د یوې ځانګړې ډبري دورې تیکنوکومپلیکس لپاره شواهد وړاندې کوي، چې د سمندري آیزوتوب د ۵ پړاو د لومړنیو وختونو شاوخوا دی. [۳۵] د کوه ویلم او د هغه د مرستیالو لیکوالانو په وینا: نیاندرتال شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ کاله د مخه، له عصري انسانانو او وروسته له افریقا بهر ژوند ته په جنیتیک ډول مرسته وکړه. هغه انسانان چې شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ کاله دمخه یې له نورو عصري انسانانو څخه جلا کړي وو او د افریقا څخه بهر د عصري انسانانو دې لومړنۍ څپې هم په التای کې له نیاندرتالزسره په په جنیټیک ډول مرسته وکړه. دوی وموندل چې "د آلتای غرونو څخه د نیاندرتال پلرونو او لومړنیو عصري انسانانو سره په احتمالي توګه، په نږدې ختیځ کې زرګونه کلونه، چی مخکې یې فکر کېده وړاندې ولیدل او له یو بل سره ګډ شول. د مرستیال لیکوال ایلان ګروناو په وینا: "دا په حقیقت کې د افریقا څخه بهر شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ کاله وړاندې، د عصری انسانانو د شتون په اړه د لرغون پېژندې له اړخه جینیتک شواهد وړاندې کوي". د ورته جینتیک ترکیب پېښې په نورو سیمو کې هم لېدل شوې دي. [۳۶][۳۷] سرچينې او ياداښتونه[سمول] |
- ↑ Stringer C (13 March 2012). Lone Survivors: How We Came to Be the Only Humans on Earth. Henry Holt and Company. p. 26. ISBN 978-1-4299-7344-1.
- ↑ Mafessoni F (January 2019). "Encounters with archaic hominins". Nature Ecology & Evolution. 3 (1): 14–15. doi:10.1038/s41559-018-0729-6. PMID 30478304. S2CID 53783648.
- ↑ Villanea FA, Schraiber JG (January 2019). "Multiple episodes of interbreeding between Neanderthal and modern humans". Nature Ecology & Evolution. 3 (1): 39–44. doi:10.1038/s41559-018-0735-8. PMC 6309227. PMID 30478305.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedpmid10766948
- ↑ Rito T, Vieira D, Silva M, Conde-Sousa E, Pereira L, Mellars P, et al. (March 2019). "A dispersal of Homo sapiens from southern to eastern Africa immediately preceded the out-of-Africa migration". Scientific Reports. 9 (1): 4728. Bibcode:2019NatSR...9.4728R. doi:10.1038/s41598-019-41176-3. PMC 6426877. PMID 30894612.
- ↑ Zimmer C (10 July 2019). "A Skull Bone Discovered in Greece May Alter the Story of Human Prehistory - The bone, found in a cave, is the oldest modern human fossil ever discovered in Europe. It hints that humans began leaving Africa far earlier than once thought". The New York Times. بياځلي په 11 July 2019.
- ↑ Staff (10 July 2019). "'Oldest remains' outside Africa reset human migration clock". Phys.org. بياځلي په 10 July 2019.
- ↑ Bae CJ, Douka K, Petraglia MD (December 2017). "On the origin of modern humans: Asian perspectives". Science. 358 (6368): eaai9067. doi:10.1126/science.aai9067. PMID 29217544.
- ↑ Kuo L (10 December 2017). "Early humans migrated out of Africa much earlier than we thought". Quartz. بياځلي په 10 December 2017.
- ↑ (Liu, Martinón-Torres et al. 2015). See also Modern humans in China ~80,000 years ago (?), Dieneks' Anthropology Blog.
- ↑ Harvati K, Röding C, Bosman AM, Karakostis FA, Grün R, Stringer C, et al. (July 2019). "Apidima Cave fossils provide earliest evidence of Homo sapiens in Eurasia". Nature. 571 (7766): 500–504. doi:10.1038/s41586-019-1376-z. PMID 31292546. S2CID 195873640.
- ↑ University of Huddersfield (20 March 2019). "Researchers shed new light on the origins of modern humans – The work, published in Nature, confirms a dispersal of Homo sapiens from southern to eastern Africa immediately preceded the out-of-Africa migration". EurekAlert!. خوندي شوی له the original on 11 May 2019. بياځلي په 23 March 2019.
- ↑ Rito T, Vieira D, Silva M, Conde-Sousa E, Pereira L, Mellars P, et al. (March 2019). "A dispersal of Homo sapiens from southern to eastern Africa immediately preceded the out-of-Africa migration". Scientific Reports. 9 (1): 4728. Bibcode:2019NatSR...9.4728R. doi:10.1038/s41598-019-41176-3. PMC 6426877. PMID 30894612.
- ↑ Posth C, Renaud G, Mittnik M, Drucker DG, Rougier H, Cupillard C, et al. (2016). "Pleistocene Mitochondrial Genomes Suggest a Single Major Dispersal of Non-Africans and a Late Glacial Population Turnover in Europe". Current Biology. 26 (6): 827–833. doi:10.1016/j.cub.2016.01.037. hdl:2440/114930. PMID 26853362. S2CID 140098861.
- ↑ Karmin M, Saag L, Vicente M, Wilson Sayres MA, Järve M, Talas UG, et al. (April 2015). "A recent bottleneck of Y chromosome diversity coincides with a global change in culture". Genome Research. 25 (4): 459–66. doi:10.1101/gr.186684.114. PMC 4381518. PMID 25770088.
- ↑ Haber M, Jones AL, Connell BA, Arciero E, Yang H, Thomas MG, et al. (August 2019). "A Rare Deep-Rooting D0 African Y-Chromosomal Haplogroup and Its Implications for the Expansion of Modern Humans Out of Africa". Genetics. 212 (4): 1421–1428. doi:10.1534/genetics.119.302368. PMC 6707464. PMID 31196864.
- ↑ Clarkson C, Jacobs Z, Marwick B, Fullagar R, Wallis L, Smith M, et al. (July 2017). "Human occupation of northern Australia by 65,000 years ago". Nature. 547 (7663): 306–310. Bibcode:2017Natur.547..306C. doi:10.1038/nature22968. hdl:2440/107043. PMID 28726833. S2CID 205257212.
- ↑ Wood R (2017-09-02). "Comments on the chronology of Madjedbebe". Australian Archaeology. 83 (3): 172–174. doi:10.1080/03122417.2017.1408545. ISSN 0312-2417. S2CID 148777016.
- ↑ O'Connell JF, Allen J, Williams MA, Williams AN, Turney CS, Spooner NA, et al. (August 2018). "Homo sapiens first reach Southeast Asia and Sahul?". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 115 (34): 8482–8490. doi:10.1073/pnas.1808385115. PMC 6112744. PMID 30082377.
- ↑ Haber M, Jones AL, Connell BA, Arciero E, Yang H, Thomas MG, et al. (August 2019). "A Rare Deep-Rooting D0 African Y-Chromosomal Haplogroup and Its Implications for the Expansion of Modern Humans Out of Africa". Genetics. 212 (4): 1421–1428. doi:10.1534/genetics.119.302368. PMC 6707464. PMID 31196864.
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ McChesney 2015.
- ↑ (Macaulay et al. 2005).
- ↑ (Posth et al. 2016). See also mtDNA from 55 hunter-gatherers across 35,000 years in Europe, Dienekes' Anthroplogy Bog.
- ↑ St Fleu N (July 19, 2017). "Humans First Arrived in Australia 65,000 Years Ago, Study Suggests". The New York Times.
- ↑ Prüfer K, Racimo F, Patterson N, Jay F, Sankararaman S, Sawyer S, et al. (January 2014) [Online 2013]. "The complete genome sequence of a Neanderthal from the Altai Mountains". Nature. 505 (7481): 43–9. Bibcode:2014Natur.505...43P. doi:10.1038/nature12886. PMC 4031459. PMID 24352235.
- ↑ Lachance J, Vernot B, Elbers CC, Ferwerda B, Froment A, Bodo JM, et al. (August 2012). "Evolutionary history and adaptation from high-coverage whole-genome sequences of diverse African hunter-gatherers". Cell. 150 (3): 457–69. doi:10.1016/j.cell.2012.07.009. PMC 3426505. PMID 22840920.
- ↑ Hammer MF, Woerner AE, Mendez FL, Watkins JC, Wall JD (September 2011). "Genetic evidence for archaic admixture in Africa". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 108 (37): 15123–8. Bibcode:2011PNAS..10815123H. doi:10.1073/pnas.1109300108. PMC 3174671. PMID 21896735.
- ↑ Hammond AS, Royer DF, Fleagle JG (July 2017). "The Omo-Kibish I pelvis". Journal of Human Evolution. 108: 199–219. doi:10.1016/j.jhevol.2017.04.004. PMID 28552208.
- ↑ "Scientists discover oldest known modern human fossil outside of Africa: Analysis of fossil suggests Homo sapiens left Africa at least 50,000 years earlier than previously thought". ScienceDaily (in انګليسي). بياځلي په 2018-01-27.
- ↑ Ghosh P (2018). "Modern humans left Africa much earlier". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2018-01-27.
- ↑ Posth C, Wißing C, Kitagawa K, Pagani L, van Holstein L, Racimo F, et al. (July 2017). "Deeply divergent archaic mitochondrial genome provides lower time boundary for African gene flow into Neanderthals". Nature Communications. 8: 16046. Bibcode:2017NatCo...816046P. doi:10.1038/ncomms16046. PMC 5500885. PMID 28675384.; see also Zimmer C (4 July 2017). "In Neanderthal DNA, Signs of a Mysterious Human Migration". The New York Times. بياځلي په 4 July 2017..
- ↑ Wood R (2017-09-02). "Comments on the chronology of Madjedbebe". Australian Archaeology. 83 (3): 172–174. doi:10.1080/03122417.2017.1408545. ISSN 0312-2417. S2CID 148777016.
- ↑ O'Connell JF, Allen J, Williams MA, Williams AN, Turney CS, Spooner NA, et al. (August 2018). "Homo sapiens first reach Southeast Asia and Sahul?". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 115 (34): 8482–8490. doi:10.1073/pnas.1808385115. PMC 6112744. PMID 30082377.
- ↑ Bretzke, Knut; Armitage, Simon J.; Parker, Adrian G.; Walkington, Helen; Uerpmann, Hans-Peter (2013-06-25). "The environmental context of Paleolithic settlement at Jebel Faya, Emirate Sharjah, UAE". Quaternary International (in انګليسي). 300: 83–93. Bibcode:2013QuInt.300...83B. doi:10.1016/j.quaint.2013.01.028. ISSN 1040-6182.
- ↑ Rose JI, Usik VI, Marks AE, Hilbert YH, Galletti CS, Parton A, et al. (2011). "The Nubian Complex of Dhofar, Oman: an African middle Stone Age industry in Southern Arabia". PLOS ONE. 6 (11): e28239. Bibcode:2011PLoSO...628239R. doi:10.1371/journal.pone.0028239. PMC 3227647. PMID 22140561.
- ↑ (Kuhlwilm et al. 2016). See also Ancestors of Eastern Neandertals admixed with modern humans 100 thousand years ago, Dienekes'Anthropology Blog.
- ↑ Gibbons A (2 March 2017). "Ancient skulls may belong to elusive humans called Denisovans". Science. doi:10.1126/science.aal0846. بياځلي په 25 September 2017.